۰

د کابل او څو نورو ولایتونو برېښنا بېرته وصل شوه

چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۷
د برېښنا ریاست وايي، د بغلان په ډنډ شهاب الدین کې د برېښنا د نړېدلې ستنې په جوړېدو سره د کابل او ځینو نورو ولایتونو برېښنا بېرته وصل شوه.
د کابل او څو نورو ولایتونو برېښنا بېرته وصل شوه
د برېښنا ریاست وايي، د بغلان په ډنډ شهاب الدین کې د برېښنا د نړېدلې ستنې په جوړېدو سره د کابل او ځینو نورو ولایتونو برېښنا بېرته وصل شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څو ورځې وړاندې د ازبکستان د وارداتي برېښنا یوه ستنه د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ نړېدلې وه، چې بېرته جوړه شوه.

د برېښنا مزي څلور ورځې مخکې د اورښت او توفان له امله په یاده سیمه کې د ازبکستان د وراداتي برېښنا ستنې د چپه کېدو له امله پرې شوي وو، او له امله یې د کابل او ځینو ولایتونو برېښنا پرې شوې وه.

د برېښنا ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې نن یاده ستنه جوړه شوه او ورسره د کابل او نورو ولایتونو پرې شوې برېښنا بېرته وصل شوه. سرچینه زیاتوي چې د ماهيپر د بند یوه توربین هم تخنیکي ستونزه لرله خو اوس دغه ستونزه هم حل شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي