۰
اروپايي ټولنه:

افغانستان کې بشر دوستانه اوربند اړین دی

شنبی ۲۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۰
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی رولاند کوبیا وايي، په دغه هېواد کې بشردوستانه اوربند ضروري دي.
افغانستان کې بشر دوستانه اوربند اړین دی
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی رولاند کوبیا وايي، په دغه هېواد کې بشردوستانه اوربند ضروري دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کوبیا پرون ماښام په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي،و د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې ځنډ به د جګړې په پرتله کرونا ویروس ډېر افغانان و وژني.

د اروپايي ټولنې استازي ویلي، افغانستان ښايي ډېر زیانمن شي، ځکه په وینا یې دا وضعیت نوی رامنځ ته شوی دی.

ښاغلي کوبیا لیکلي، وخت راغلی چې ټول افغانان د کرونا ویروس پر وړاندې دفاع وکړي، نه دا چې پر افغانانو حملې وکړي.

کوبیا پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲۱ تنو ته رسېدلي، چې ۱۵ ترې مړه شوي او تر ۳۰ زیات رغېدلي دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ناټو او نړیوالې ټولنې هم په افغانستان کې د فوري اوربند غوښتنه وکړه او افغان حکومت هم په وار وار په طالبانو د کرونا ویروس د مخینوي په پار د اوربند غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه عملآ دا کار نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي