۰

اروپايي ټولنه: د زندانیانو تبادله افغان سولې ته لار هوارولی شي

سی شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۰:۰۴
اروپايي ټولنې د افغان حکومت او طالبانو له خوا د زندانیانو د تبادلې هرکلی کړی وايي، د زندانیانو تبادله کولی شي سولې ته لار هواره کړي.
اروپايي ټولنه: د زندانیانو تبادله  افغان سولې ته لار هوارولی شي
اروپايي ټولنې د افغان حکومت او طالبانو له خوا د زندانیانو د تبادلې هرکلی کړی وايي، د زندانیانو تبادله کولی شي سولې ته لار هواره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  دغه ټولنې په ټوېټر ویلي، که څه هم د طالبانو له خوا د زندانیانو خلاصون محدود دی، خو د باور جوړونې لپاره یو اړین ګام دی او دا کار بین الاافغاني خبرو مذاکراتو ته تر بل هر وخت زمینه برابرولی شي.

په دغه ټوېټ کې لیکل شوي«د طالبانو له لوري د بندیانو خلاصون که څه هم محدود دی؛ خو له افغان حکومت سره د باور د فضاء جوړولو، د کورونا د مخنیوي او د ژمنو د عملي کولو په برخه کې یو اړین ګام دی.»

اروپایي ټولنه داسې مهال د زندانیانو له خلاصون هرکلی کوي، چې افغان حکومت په تېرو څو ورځو کې د طالبانو ۳۶۰ زندانیان خوشي کړي، خو طالبانو یوازې شل تنه دولتي بندیان په کندهار ولایت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته وسپارل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي