۰

غزني کې ماین چاودنې ۴ طالبان وژل شوي دي

سی شنبه ۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۱
د غزني د والي مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې ۴ تنه وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
غزني کې ماین چاودنې ۴ طالبان وژل شوي دي
د غزني د والي مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې ۴ تنه وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد مطبوعاتي دفتر نن سه شنبې د غوايي ۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه پرون د غزني اندړو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د ورځې شاوخوا لس بجې څلور تنو طالبانو غوښتل د اندړو ولسوالۍ د عليزي په سیمه کې ماین ځای پر ځای کړي، خو خپله پرې دوی چاودنه کړې ده.

د غزني د والي مطبوعاتي دفتر وايي، په چاودنه کې څلور واړه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي