د غزني د والي مطبوعاتي دفتر په دغه ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال د ۱۵ وسله والو طالبانو او دوه د نشه يي توکو د قاچاقبرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دفتر نن یکشنبې د مرغومي ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه وسله وال او قاچاقبر د افغان ځانګړو ځواکونو او د غوڅ ملاتړ ماموریت د هوایي ځواک په عملیاتو کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه وايي، عملیات د ګیلان په جهانګیر او حضرت شاه، د ګیرو په بابکر خېل او د اندو په سني نومي سیمو کې تر سره شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه ځمکنیو، توپچي او هوايي عملیاتو کې د دوه قاچاقبرانو په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د غزني د والي مطبوعاتي دفتر دا هم وايي، چې په عملیاتو کې د طالبانو شپږ عرادې موټر سایکلونه، درې ضد زرهی واسکټ او د وسایطو د ترمیم دوه ورکشاپونه هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غزني