۰

افغانستان سره د کرونا مبارزې لپاره ۵۴۰ میلیون ډالره مرسته شوې

شنبی ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۰
په افغانستان کې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته، مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو تراوسه ۵۴۰ میلیونه ډالره له کرونا سره د مبارزې لپاره مرسته کړې ده.
افغانستان سره د کرونا مبارزې لپاره ۵۴۰ میلیون ډالره مرسته شوې
په افغانستان کې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته، مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو تراوسه ۵۴۰ میلیونه ډالره له کرونا سره د مبارزې لپاره مرسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له دې پیسو څخه ۱۱۵ میلیونه ډالر د نړیوال بانک، ۱۱۵ میلیونه د اروپايي ټولنې، ۲۲۰ میلیونه د پیسو د وجهي صندوق، ۵۰ میلیونه د اسیا پراختیايي بانک او ۲۵ میلیونه د امریکا له خوا له افغان حکومت سره د مرستې ژمنه شوې ده.

خو له کرونا سره د مبارزې لپاره د دغو پیسو د لګولو د څرنګوالي په اړه اندېښنې موجودې دي.

د افغانستان د روڼتیا څاربنسټ وايي، له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره، ملي بودجه ځانګړې شوې ده خو په دې برخه کې کمزوری مدیریت او کمزورې څارنه د دې لامل شوې چې د حکومت د ناتوانۍ په اړه یې ځینې شکونه رامنځته کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي