په افغانستان کې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته، مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو تراوسه ۵۴۰ میلیونه ډالره له کرونا سره د مبارزې لپاره مرسته کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له دې پیسو څخه ۱۱۵ میلیونه ډالر د نړیوال بانک، ۱۱۵ میلیونه د اروپايي ټولنې، ۲۲۰ میلیونه د پیسو د وجهي صندوق، ۵۰ میلیونه د اسیا پراختیايي بانک او ۲۵ میلیونه د امریکا له خوا له افغان حکومت سره د مرستې ژمنه شوې ده.
خو له کرونا سره د مبارزې لپاره د دغو پیسو د لګولو د څرنګوالي په اړه اندېښنې موجودې دي.
د افغانستان د روڼتیا څاربنسټ وايي، له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره، ملي بودجه ځانګړې شوې ده خو په دې برخه کې کمزوری مدیریت او کمزورې څارنه د دې لامل شوې چې د حکومت د ناتوانۍ په اړه یې ځینې شکونه رامنځته کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل