د ملګرو ملتونو سرمنشي انتویو ګوتریش یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو او اوربند ټینګار کړی دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوترش په تازه څرګندونو کې ویلي، ملګرو ملتونو ډيرې هڅې پيل کړې دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.
د یادونې ده، چې د ملګرو ملتو سرمنشي د کرونا وبا د خپرېدو له امله تېره میاشت هم په ټوله نړۍ کې د افغانستان په ګډون چې جګړې پکې روانې دي د ښکېلو ډلو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې وه.
ښاغلي ګوترش ویلي، تر دې دمه په نړۍ کې ۱۶ وسله والو ډلو د ده غوښتنه منلې ده او اوربند ته یې غاړه ایښې ده.
د ملګرو ملتونو سرمشنی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو په دې وروستیو کې یو ځل بیا د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان او افغان حکومت پرلپسې غوښتنې رد کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل