۰
د امنیت شورا لس غړي هېوادونه:

طالبان دې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي

شنبی ۶ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۶
د ملګرو ملتونو امنیت شورا لسو غړو له افغان حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
طالبان دې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا لسو غړو له افغان حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غړو هېوادو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، افغان حکومت په وروستیو میاشتو او اونیو کې له نړیوالې ټولنې سره د تعاملو په موخه ځینې ژمنې ترسره کړې دي چې باید عمل ورباندې وکړي.

اعلامیه کې راغلي، د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړلو مسئله دا ثابتوي چې دوی( طالبان) له خپلو ژمنو په شا شوي دي، نو له همدې امله له افغان لوري غواړي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

دوی وایي روان کال شاوخوا یو میلیون افغان نجونو ښوونځي ته د تګ لپاره تیاری نیولی و، چې په وروستۍ شېبه کې ناهیلي شوې او دوی یې له حقونو د دفاع لپاره ولاړ دي.

په دې هېوادونو کې فرانسه، امریکا، برېټانیا او نور شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي