۰

اروپايي ټولنې او ازبکستان د بین الافغاني خبرې د پيل غوښتنه کړې

چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۹
اروپايي ټولنې او ازبکستان وايي، په افغانستان کې باید بین الاافغاني خبرې پیل او نور د جګړې لمن ورټوله کړای شي.
اروپايي ټولنې او ازبکستان د بین الافغاني خبرې د پيل غوښتنه کړې
اروپايي ټولنې او ازبکستان وايي، په افغانستان کې باید بین الاافغاني خبرې پیل او نور د جګړې لمن ورټوله کړای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ازبکستان او اروپایي ټولنې د بین الافغاني خبرو پر ژر پیلېدو ټینګار کړی دی او له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې جګړه ودروي.

دا غوښتنه د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف په لینده کې شوې ده.

راپورونه وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو پر افغان سوله او نورو مسایلو خبرې کړې دي او د سولې په برخه کې یې له افغانستان سره د همکاري ډاډ ورکړی دي.

دواړو لورو ټینګار کړی چې په افغانستان کې روانه جګړه باید ژر تر ژره د خبرو له لارې حل شي.

دواړو لورو ویلي چې له جګړه ځپلي افغانستان سره به له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې هم همکاري کوي.

د یادونې ده، چې اروپایي ټولنې او ازبکستان تر دې وړاندې هم په ځلونو له افغان سولې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اروپايي ټولنه او ازبکستان دا غوښتنه یو ځل بیا پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري د طالب زندانیانو د خوشي کولو لړۍ هم چټکه شوې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي په تېرو څو پرلپسې وځو کې یې کابو ۵۰۰ طالب زندانیان خوشي کړي او دا لړۍ به نوره هم وغځېږي، خو له طالبانو غواړي، چې دوی هم ژر تر ژره بندیان خوشي او د سولې خبرو ته چمتو شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي