۰

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په کرونا اخته شوی

جمعه ۱۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۷
باوري سرچینې تایید کړې، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم په کویډ ۱۹ یا کرونا ویروس اخته شوی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په کرونا اخته شوی
باوري سرچینې تایید کړې، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم په  کویډ ۱۹ یا کرونا ویروس اخته شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزرات دغه سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د ښاغلي فیروز د معایناتو نتیجه پرون پنشنبې د غوايي ۱۸ مه معلومه شوې، چې مثبت وه.

د سرچینې په وینا د عامې روغتیا د وزیر ښاغلي فیروز روغتیايي وضعیت ښه دی خو دا مهال په کور کې قرنطین دي.

که څه هم په ځینو هېوادونو کې ان تر لومړي وزیرانو پورې په کرونا اخته شوي، خو په افغانستان کې دا لومړی لوړ پوړی چارواکی دی، چې په کرونا ویروس اخته کېږي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې دا مهال په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کابو ۴ زرو ته رسېږي، چې ۱۰۶ ترې مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي