۰

المان افغانستان ته نوې بې پيلوټه الوتکې لېږي

سی شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۳
الماني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد دفاع وزارت غواړي، افغانستان ته نوې هېرون ټي پي ډوله بې پيلوټه الوتکې ولېږي.
المان افغانستان ته نوې بې پيلوټه الوتکې لېږي
الماني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد دفاع وزارت غواړي، افغانستان ته نوې هېرون ټي پي ډوله بې پيلوټه الوتکې ولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت دمګړی دغه طرحه د المان پارلمان ته سپارلې ده او د دوی ترمنلو وروسته به عملي کېږي.

دغه الوتکې تر ډېره په هوا کې پاتې کېدای شي، واضح انځورونه لېږدولی شي، وسلې کارولی شي او د جګړې په ډګر کې ترې د بریدونو لپاره استفاده کېدلی شي.

المان ویلي په دې سره به یې په افغانستان کې ماموریت لا دقیق او بریالی وي.

الماني ځواکونه دمګړی د هېواد په شمال کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ ماموریت مخ ته وړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي