د افغانستان لپار د اروپایي ټولنې استازي سټیفن لاک دوی په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې په خاطر د عامې روغتیا وزارت سره ۵۰ ملیون ډالر مرسته کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټېفن لاک دغه څرګندونې نن دوشنبې د غوايي ۲۹ مه د ویډیو کنفرانس له لارې د عامې روغتیا وزارت له مالي او اداري او د پلان او پالیسۍ له مرستیالانو سره کړې دي.
نوموړي ویلی، اروپایي ټولنه په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې په موخه له عامې روغتیا وزارت سره پنځوس میلیون ډالره مرسته کوي.
د هغه په وینا یاد پنځوس میلیون ډالر به د افغان حکومت له لوري له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې لګول کېږي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ډاکټر بشیر نورمل د اروپایي ټولنې له دې مرستې مننه کړې ده او اروپایي ټولنه یې د عامې روغتیا وزارت ښه همکاره بللې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل