سیمه ییز امنیتی چارواکي وايي، کندهار ولایت کې دريو نفوذي پوليسو پر خپلو ملګرو ډزې کړي او ۱۳ تنو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، تېره شپه د معروف ولسوالۍ د اتغړي په سیمه کي د ملي پولیسو په کنډک کې ۳ نفوذي پولیسو پر خپلو ملګرو ډزې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په کنډک کي د نورو پولیسو په ځوابي برید کي ۲ نفوذي پولیس هم ځای پر ځای وژل شوي او یو تن يې له سیمي تښتېدلی دی.
دی وايي، پولیس د دغه تن د نيولو په لټه کې دي خو تر اوسه یې څوک نه دي نيولي.
په ورته وخت کې يوې بلې امنيتي سرچينې بیا ویلي، په دغه برید کې د کنډک د قومندان منیراحمد نوروزي په ګډون ۲۰ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د برید مسوولیت طالبانو اخیستی او ادعا یې کړې، چې په دغه برید کې یې ۱۸ سرتېري وژلي دي.
جمهورخبري آژانس:کندهار