۰

چین د بین الاافغاني خبرو د ژر پیل غوښتنه وکړه

چهارشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۵
چین وايي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د خبرواترو ملاتړ کوي او هیله لري چې د افغانانو ترمنځ د پحلاینې خبرې به ژر پیل شي.
چین د بین الاافغاني خبرو د ژر پیل غوښتنه وکړه
چین وايي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د خبرواترو ملاتړ کوي او هیله لري چې د افغانانو ترمنځ د پحلاینې خبرې به ژر پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیان زیاتوي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې د بهیر ملاتړ کوي او هیله لري چې بین الافغاني خبرې به ژر پیل شي او مثبتې نتیجې ولري.

نوموړي پېکنګ کې د خبري ناستې پر مهال زیاته کړه چین له اړوندو خواوو سره تماس او همږغۍ ته دوام ورکوي، او له نړیوالې ټولنې سره یو ځای د افغانستان د مسلې د حل لپاره رغنده رول جاري ساتي.

ژاو لیان د افغانستان حالات په حساس پړاو کې وبلل، وايي، چین د افغانستان د تاریخي او دوست ګاونډي په توګه د خپل هیواد د راتلونکې په اړه د افغانانو خپلواکې پرېکړې ته درناوی کوي او د دغه هیواد د سولې او بیارغونې لپاره د افغانانو د ملاتړ لپاره هر هغه څه چې یې په وس پوره وي، کوي.

چین د ولسمشر غني او پخواني اجرايي رييس عبدالله ترمنځ د موافقې هرکلی وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له دې فرصته په استفادې بین الافغاني خبرې هر څومره چې ژر کېدای شي، پیل کړي.

د یادونې ده، چې پرون د چین، روسیې، ایران او پاکستان ځانګړو استازو هم د افغانستان د روان وضعیت او سولې په اړه د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي