هندي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې ډېر ژر به د واګه بندر له لارې له افغانستان سره سوداګري بیرته له سره پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هند د یو لوړپوړي ګمرکي چارواکي له خولې ویلي ښایي د اختر له رخصتیو وروسته دغه چاره پیل شي.
سرچینې زیاته کړې، دوی د همدې بندر له لارې د سوداګرۍ پیلېدو خبر تر لاسه کړی دی.
د هند په امریتسر کې د ګمرک نماینده دیپک کومار ګوپتا ویلي، د دوی یو ټیم له پاکستاني چارواکو سره په ګډه کار کوي څو د دې بندر له لارې افغانستان ته د سوداګرۍ د بیا پیلېدو جواز تر لاسه کړي.
هغه ویلي، پاکستان له افغانستان سره د تورخم او چمن بندر له لارې سوداګري پیل کړې او تمه لري دا بندر هم هر څه ژر د سوداګرو پر مخ پرانیستل شي.
د یادونې ده، چې دا بندر د مارچ میاشتې په ۱۳مه نېټه د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه د سوداګرو پر مخ تړل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل