۰
اروپايي ټولنه:

که بندیان خوشي کېږي اوربند هم باید وغځول شي

سی شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۰
اروپايي ټولنه د طالب زندانیانو خوشي کېدو ته په اشارې وايي، که د زندانیانو د خلاصون لړۍ دوام پیدا کوي، نو اوربند هم باید ورسره وغځول شي.
که بندیان خوشي کېږي اوربند هم باید وغځول شي
اروپايي ټولنه د طالب زندانیانو خوشي کېدو ته په اشارې وايي، که د زندانیانو د خلاصون لړۍ دوام پیدا کوي، نو اوربند هم باید ورسره وغځول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې کابل کې د اروپايي ټولنې استازي رولانډ کوبیا پر خپله ټوېټر پاڼه کړي او ویلي یې دي، چې اوربند باید تمدید شي.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، که بندیان د باور جوړونې لپاره خوشې کېږي نو باید اوربند هم وغځول شي.

کوبیا له اوربند پرته د طالب زندانیانو خوشې کول خطرناک بللي دي، ځکه د ده په وینا د ولسمشر غني په امر د ۲ زره بندیانو خوشې کول شاید په دې تمام شي چې دوی بیرته وسله واخلي.

هغه ویلي«د اوربند د نه غځولو په صورت کې د باور فضا نشي رامنځته کېدای، په دې اړه باید پوره دقت نه کار واخیستل شي.»

په ورته وخت کې د کاناډا سفیر ډیویډ مټکالف هم  د اوربند د غځولو تر څنګ ژر تر ژره د افغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې ده.

نوموړي د دواړو لوریو تر منځ د روان اوربند هرکلی هم کړی دی او ویلي یې دي چې اوس د دولت او طالبانو د مخامخ خبرو وخت دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ناتایید شوي راپورونه وايي، طالب مشران پر دې سره سلا مشورې کوي، چې اوربند د یوې اونۍ لپاره وغځول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي