۰

اروپايي ټولنه:افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کچه د منلو نه ده

شنبی ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۰
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه ده.
اروپايي ټولنه:افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کچه د منلو نه ده
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د اروپايي تولنې استازي رونالډ کوبیا د وزیرانو له قوله ویلي، چې په دې وروستیو کې سره له دې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې، خو تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې روان تاوتریخوالی غندلی او په خبره یې د تاوتریخوالي اوسنی کچه دوی ته د منلو نه ده او دا به د سولې د بین الافغاني خبرو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي