۰

اتمر کابل کې د انګلیس له سفیر سره پر سوله خبرې کړې دي

یکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۸
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر کابل کې د انکلستان له سفیرې مېرمن آلسیون بلیک سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
اتمر کابل کې د انګلیس له سفیر سره پر سوله خبرې کړې دي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر کابل کې د انکلستان له سفیرې مېرمن آلسیون بلیک سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه خبرو اصلي موضوع د سولې په برخه کې ورستي تحولات په ځانګړي توګه د تاوتریخوالي په اړه اندېښه، د تاوتریخوالي په کمولو ټينګار، د زندانیانو پر تبادله او د بین الاافغاني خبرو پیل وو.

خبرپاڼه وايي، ښاغلي اتمر او مېرمن بلیک د سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په رامنخ ته کېدو او اهمیت مثبتې خبرې درولودې.

سرچینه زیاتوي، چې د انګلستان سفیرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغان سولې له بهیر څخه د خپل دولت د ملاتړ ډاډ ورکړ.

که څه ویل کېږي، چې په نېږدې راتلونکې کې به د بین الاافغاني خبرې پیل شي، خو ناټو او افغان حکومت وايي، چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام به دغه خبرې له خنډ سره مخ کړي.

ناټو خو په ښکاره ویلي، چې دا مهال د سولې د بین الاافغاني خبرو پر وړاندې  د طالبانو له خوا تاوتریخوالی تر ټولو ستر خنډ دی او همدې تاوتریخوالي بین الاافغاني خبرې ځنډولې، چې باید د پیل لپاره یې طالبان جګړه ودروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي