۰
د مصر د الازهر شیخ:

په افغانستان کې جګړه مطلقآ حرامه ده، افغان ځواکونه په حقه دي

سی شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۵
د مصر د الازهر شیخ په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبلله او افغان امنیتي ځواکونه یې په دې جګړه کې په حق وبلل.
په افغانستان کې جګړه مطلقآ حرامه ده، افغان ځواکونه په حقه دي
د مصر د الازهر شیخ په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبلله او افغان امنیتي ځواکونه یې په دې جګړه کې په حق وبلل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، شیخ احمد الطيب په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې وړاندې یې هم د افغانستان جګړه حرامه بللې وه او اوس هم وايي، چې دا جګړه مطلقآ حرامه او ورور وژنه ده.

ښاغلي الطیب لیکلي«د تېرې جمعې په ورځ یو شمېر ملګرو را څخه د افغانستان د جګړې په اړه پوښتلي و، ما پخوا هم ویلي و اوس یو وار بیا هم وایم چې په افغانستان کې جګړه مطلقاً حرامه ده او دا جګړه ورور وژنه ده، په ځانګړې ‌‌‌‌‌‌ډول اوسمهال چې د طالبانو او د امریکا د حکومت ترمنځ د سولې هوکړه وشوه، نو دا جګړه د مسلمانوژنې جګړه ده او افغان امنیتی ځواکونه په دغه جګړه کې پرحقه دي او هر وژل شوی سرتېری یې شهید دی.  طالبانو جهالت ته ترجیح ورکړې او له دې امله د طالب د مړي جنازه روا نه ده.»

د ازهر شیخ په افغانستان کې د دوو مهمو دیني عالمانو وژل کېدو ته په اشارې لیکلي، په پام کې وه چې شهید ورور دوکتور ایاز نیازی د افغانستان ستر عالم به په یوه لویه اسلامي مجمع کې د افغان جګړې په تړاو راسره وي.

خو په وینا یې طالبانو دغه عالم شهید کړ، له  الله ج څخه غواړم چې دوکتور ایاز نیازی او مولوی مفلح ته جنتونه ورکړي او طالبان سمې لارې ته راولي.

د یادونې ده، چې تر دې پخوا د سعودي عربستان مفتي هم د افغانستان جګړه ناروا بللې وه او دغه راز په سعودي کې د اسلامي علماوو په یوه غونډه کې هم په افغانستان کې جګړه ناروا او فتنه بللې شوې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي