۰
هند:

افغانستان کې د تل پاتې سولې اساسي شرط د ترهګرو د ځالو له منځه وړل دي

سی شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۳
هند وايي، په افغانستان د تل پاتې سولې اساسي شرط دا دی، چې له دغه هېواده بهر د ټولو ترهګرو ډولو ځالې له منځه یووړل شي.
افغانستان کې د تل پاتې سولې اساسي شرط د ترهګرو د ځالو له منځه وړل دي
هند وايي، په افغانستان د تل پاتې سولې اساسي شرط دا دی، چې له دغه هېواده بهر د ټولو ترهګرو ډولو ځالې له منځه یووړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د کابل په کوربتوب د سولې په اړه د ۲۰ هېوادونو په ویډیويي کنفرانس کې د هند د بهرنیو چارو د وزیر او کابل کې د هند د سفیر تر څرګندونو وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د کابل په کوربه توب د سولې په کنفرانس کې د هند سفیر ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې لپاره اصلي شرط د ترهګرو د پټنځایونو له منځه وړل دي.

په  ورته وخت د هند د بهرنیو چارو وزیر جې پی سینګ پرون دوشنبې  په دغه کنفرانس کې د وسله والو ډلو لپاره د خوندي پټنځایونو د له مینځه وړلو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي ویلي، هند په دې حقیقت ټینګار کوي چې د ترهګرو لپاره د خوندي پټنځایونو له منځه تګ په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره یو مهم شرط دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، پاکستان لاهم په سیمه کې د ترهګرو ډلو لپاره خوندي پټنځای دی او اسلام آباد له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپل مسؤلیتونه نه دي پوره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي