د پکتيا او پکتيکا ولايتونو چارواکي وايي، د ډنډپټان او انګور اډې لارې د افغانستان او پاکستان د امنيتي منسوبينو له لوري د دوه اړخيزه سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شوې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پکتيا د سوداګرۍ د خونو رئيس عبدالنصير عالميار وايي، پر ډيورنډ فرضي کرښې د ډڼډ پټان لارې د پرانېستې په ياد مراسمو کې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو ځينو آفسرانو او د غټو موټرو يو شمېر چلوونکو برخه اخيستې وه.
دی زیاتوي، چې په سوداګريزو مالونو بار پنځه لارۍ موټر د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته نن راواوښتلې، خو زياته يې کړه چې سر له سبا به د صادراتو لړۍ هم پيل شي.
په پکتيکا کې د اتم سرحدي کنډک قوماندان ډګروال عزيز احمد بهادر ویلي، د دغه ولايت د برمل ولسوالۍ د انګور اډې لاره هم نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې د موټرو پرمخ پرانېستل شوه.
د یادونې ده، د دريو مياشتو راهيسې چې په سوداګريزو مالونو بار ګڼ شمېر موټر يې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته ولاړ وو، تر اويا ميليونه زياتې افغانۍ سوداګرو ته زيان رسيدلی دی.
جمهورخبري آژانس:پکتیا