۰
عبدالله:

یوه اوونۍ وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي

شنبی ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۷
د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د بندیانو د خلاصون پروسې له بشپړېدو یوه اوونۍ وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي.
یوه اوونۍ وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي
د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د بندیانو د خلاصون پروسې له بشپړېدو یوه اوونۍ وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  عبدالله ټینګار کړی، چې د بین الاافغانی خبرو د پیل لپاره اړینه ده، چې لومړي د بندیانو د خلاصون پروسه پای ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د بندیانو د خلاصون تر پروسې یوه وروسته به د افغانانو تر منځ لومړنۍ غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

بلخوا ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک د شرایطو د تطبیق په خاطر د افغان حکومت ملاتړ او د بشردوستانه اوربند لپاره هڅه وکړي.

ښاغلي غني ویلي خپلواک، سوله ییز، او متحد افغانستان د افغانانو موخه ده، څو په خپله له سیمې او نړۍ سره یو ځای د تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنو د ساتنې او پیاوړتیا ځواک ولري.

افغان حکومت بیا د طالب زندانیانو د خوشې کېدو په اړه ویلي چې نږدې ۶۰۰ طالب بندیانو به د بېلابېلو لاملونو له مخې خوشې نه کړي.

تر دې وړاندې ځینو روسي رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي وو، چې د طالبانو په پاتې ۶۰۰ کسانو کې داسې بندیان شته چې د امریکا یا نورو هېوادونو په تور لیست کې شامل دي او دغه راز ۱۵۵ هغه یې پاکستاني جنګیالي دي چې له افغان پوځیانو سره په روانه جګړه کې نيول شوي دي.

خو طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې د دوی په لېست کې  د هېڅ بهرني او داسې بندي چې  په تور لېست کې شامل وي، نوم نشته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي