۰

د ولسمشر غني، عبدالله عبدالله او حکومت د مذاکراتي ټیم تر منځ لیدنه شوې

چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۵
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او مصالحې د عالي شورا د رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او له طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومت له مرکچي پلاوی سره لیدلي دی.
د ولسمشر غني، عبدالله عبدالله او حکومت د مذاکراتي ټیم تر منځ لیدنه شوې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او مصالحې د عالي شورا د رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او له طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومت له مرکچي پلاوی سره لیدلي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه نن چهارشنبې د وږي ۱۲ مه په ارګ کې شوې او د مذاکراتي پلاوی مشر محمد معصوم ستانکزي ویلي، سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او دوی به هم د دغه هدف د تر لاسه کولو لپاره د مذاکراتو پر لور لاړ شي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني د سولې په برخه کې وروستیو پرمختګونو ته خوښي څرګنده کړه او مذکراتي پلاوی ته یې و ویل، چې تاسو به د دولت او د افغانستان د خلکو په استازيتوب د یوه منسجم او منظم پلاوی په توګه د طالبانو سره خبرې پیلوی.
 
د مصالحې د عالي شورا پر فسبوک پانه ویل شوي ښاغلي غني د دغه شورا له مشر عبدالله عبدالله څخه مننه وکړه، چې د سولې مشورتي جرګه یې په ښه توګه رهبري کړه.

ښاغلي غني ویلي لویې مشورتي جرګې د سولې د لارې نقشه او د مرکچي پلاوی د غړو یو حدودو په مذکراتو کې مشخص کړل.
 
د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله هم مرکچي پلاوی ته په خبرو کې ویلي، چې تاسو د دولت او افغان ولس د هر اړخیز ملاتړ څخه برخمن یاست.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، چې دغه پلاوی باید د خبرو پر مېز له ملي حاکمیت، ملي ارزښتونو او ګټو، جمهوریت، د ښځو حقوق، د بیان آزادۍ، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ او د قربانیانو د کورنیو څخه په ښه توګه استازیتوب کوۍ.

نوموړي و ویل، د دغه پلاوی په ترکیب کې د افغانستان تنوع ننداره کېږي او د سولې په پروسه کې په یوه غږ د یوه وحد ټیم په شکل د افغانستان د خلکو استازیتوب وکړي.

د هغه په وینا د افغانستان دولت د سولې په پروسه کې خپله قوي ارده ښکاره کړې او په دې لار کې د ده په وینا د زندانیانو خلاصون څه اسانه او ساده پرېکړه نه وه.

ښاغلي عبدالله پلاوی ته په اشارې زیاته کړه«تاسو ته یو دروند مسوولیت درله غاړې دي، او تل پاتې او باغزته سولې ته د رسېدو لپاره به ټول په متحدانه ډول مخکې ځو.»

د مصالحې د عالي شورا مشر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغان دولت د سولې پروسې ته ژمن دی او تمه لري، چې طالبان هم په دې برخه کې خپله رښتینې ژمنتیا وښي.
 
ولسمشر غني او عبدالله پر داسې مهال د سولې له مرکچي پلاوی سره ګوري، چې ټاکل شوې دغه پلاوی سبا پنشنبې د وږي ۱۳ مه د طالبانو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.

د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون تایید کړې، چې پلاوی د سفر لپاره په چمتوالی بوخت دی او دا چې د حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې پروسه بشپړه شي ورسره جوخت به بین الافغانی خبرې پیل شي.

د بندیانو په اړه ویل کېږي، چې حکومت د طالبانو له ۳۲۰ خطرناکو زندانیانو څخه ۱۵۰ تنه خوشي کړي او پاتې نور به د نن ورځې تر پای پورې خوشي کړي.

ویل کېږي طالبانو هم څلور تنه کمانډویان په کندهار کې افغان چارواکو ته سپارلي او کېدای شي دوه تنه نور نن خوشي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي