۰

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۳۴ زرو واوښت

شنبی ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۴
د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې د کرونا تازه پېښو په ثبت سره په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۴ زره او ۳۵۴ تنو ته رسېدلی دی.
افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۳۴ زرو واوښت
د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې د کرونا تازه پېښو په ثبت سره په دغه ناروغۍ  د اخته کسانو شمېر ۳۴ زره او ۳۵۴ تنو ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د چنګاښ ۲۱ مه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۳۹۵ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۱۷۲ ترې مثبتې وې.
 
دغه راز د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېره شپه ورځ کې  له کرونا ۲۵۳ تنه ښه شوي او ۱۷ نور مړه شوي، چې د روغو شویو کسانو شمېر ۲۱ زره او ۱۳۵ تنو ته ورسېده او د مړو شویو کسانو شمېر کابو ۱۰۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

د یادونې ده، چې تر اوسه نړۍ کې  په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۲ میلیونه، ۶۳۲ زره او ۶۹۰ تنو ته رسېدلي، چې څه باندې ۷ میلیونه ترې ښه شوي او تر پنځه نیم لکه زیات ترې مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي