۰

کرونا په افغانستان کې، ۱۰۸ کسه تازه پرې اخته شوي او ۴ تنه ترې مړه شوي دي

پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۷
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۸ تنه په کرونا اخته شوي او څلور تنه نور ترې مړه شوي دي.
کرونا په افغانستان کې، ۱۰۸ کسه تازه پرې اخته شوي او ۴ تنه ترې مړه شوي دي
 د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۸ تنه په کرونا اخته شوي او څلور تنه نور ترې مړه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزرات چې نن پنشنبې د زمري ۱۶ مه کوم ارقام خپاره کړي وايي، په تېره شپه ورځ کې ۷۵۳ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۱۰۸ ترې مثبت وې.

سرچینه زیاتوي، د دغه پېښو په ثبت سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۹۷۳ تنو ته رسېدلی، چې له ډلې یې ۱۲۹۸ تنه ترې مړه شوي او ۲۵ زره او ۸۴۰ تنه ترې ښه شوي دي.

دغه ارقام پر داسې مهال خپرېږي، چې پرون د روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني ویلي و، په هېواد کې کابو ۱۰ میلیونه وګړي په کرونا اخته شوي دي.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي