د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې افغان حکومت د وسله والو طالبانو ۱۲ نور بندیان هم خوشي کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه طالب زندانیان نن یکشنبې د چنګاښ ۲۲ مه د هرات ولایت له محبس څخه
د زندانیانو د تبادلې پروسه لا هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الاافغاني خبرو د پیل پر وړاندې لوی خنډ دی، ځکه طالبان د ۵ زره زندانیانو په خوشي کېدو ټینګار کوي، خو افغان حکومت وايي، په دغه لېست کې کابو ۶ سوه هغه زندانیان هم دي، چې حق العبدي دوسیې او په جنایتونو کې لاس لري.
خوشي شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، خوشې شویو طالب بندیانو ژمنه کړې چې بیا به د جنګ میدان ته نهځي او د سولې لپاره به کار کوي.
د هرات د والي ویاند په وینا تر اوسه پورې د هرات له محبسه ۷۵ طالب بندیان خوشې شوي دي.
د یادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې طالبانو هم د افغان حکومت ۱۷ تنه زندانیان خوشي کړي وو.
افغان حکومت تر اوسه د طالبانو څه باندې ۴ زره بندیان خو طالبانو بیا تر اوسه تر ۶ سوه پورې افغان زندانیان خوشي کړي دي.
د زندانیانو د تبادلې پروسه لا هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الاافغاني خبرو د پیل پر وړاندې لوی خنډ دی، ځکه طالبان د ۵ زره زندانیانو په خوشي کېدو ټینګار کوي، خو افغان حکومت وايي، په دغه لېست کې کابو ۶ سوه هغه زندانیان هم دي، چې حق العبدي دوسیې او په جنایتونو کې لاس لري.
جمهورخبري آژانس:کابل