سټار انډ سټرایپز نشریه په یوه اوږده مقاله کې د طالب مشرانو او قوماندانو له قوله ویلي، چې د دوی د مشرانو تر منځ د افغانستان د راتلونکې په اړه ژور اختلافات شته دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رسنۍ په مقاله کې زیاته کړې، چې دوی له بېلو طالب مشرانو او قوماندانو سره خبرې کړې او هغوی په جګړه ټینګار لري.
د مقالې لیکوال ویلي، له دې داسې ښکاري، چې په دغه ډله کې د افغانستان د راتلونکې په اړه ژور اختلافات شته دي او دا اختلافات یې د بشري حقونو، بیان ازادۍ، ولسواکۍ او نورو مسایلو په اړه هم شته دي.
په کونړ کې د طالبانو یوه مهم قومندان دغه نشریې ته ویلي چې دوی د افغان حکومت تر بشپړختمولو پورې جګړې ته ادامه ورکوي.
دغه قوماندان ټینګار کړي، چې طالبان په افغانستان کې د سل سلنه واک غوښتونکي دي او دا میدان به په جګړه ګټي.
دغه قوماندان زیاته کړې، چې دوی امریکایي ځواکونه مات کړي، افغان حکومت هم ماتوي او په خبره یې د حکومت تر بشپړ ختمېدو جګړې ته ادامه ورکوي.
دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې تېره ورځ هم د طالبانو ویاند د افغان حکومت پر وړاندې پر جګړه ټینګار کړی و.
جمهورخبري آژانس:کابل