د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمر د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره تلیفوني خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبرله مخې سرچینه زیاتوي، په دې خبرو کې هایکو ماس ویلي، چې په افغانستان کې له سیاسي لارو د جګړې د پای ته رسېدو ملاتړ کوي او باید دلته روان تاوتریخوالی ختم شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په خبره، هایکو ماس زیاته کړې، د افغانستان سولې په برخه کې بشپړ همکار دي او که د دواړو هېوادونو موافقه وي نو جرمني تیار دی چې د سولې په مسئله کې له ښکېلو هېوادونو سره په مشوره د بین الافغاني خبرو کوربه توب وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل