دې هېل نشریې په یوه مقاله کې ادعا کړې، چې طالبان خپلواک نه دي او هر کله چې د سولې خبرې یوه مهم پړاو ته رسېدلې، دوی ویجاړونکي ګامونه اوچت کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مقالې لیکوال ویلي، که څه هم د امریکا او طالبانو د هوکړې لومړنۍ مرحله بشپړه شوې، خو په افغانستان کې د سولې هیلې لا هم په تیاره کې دي.
په مقاله کې ویل شوي، سره له دې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول او بین الافغاني خبرې پيلول د امریکا او طالبانو د هوکړې مهم موارد دي، خو طالبانو تر اوسه پر دغه مواردو عمل نه دی کړی.
دې هېل نشریې ته د افغانستان د مسایلو څارونکو ویلي، چې طالبان د خپل واک نه دي او هر ځل چې د سولې خبرې مهم پړاو ته رسېدلې دي دوی د روسیې یا بل هېواد په اشاره ویجاړوونکي ګامونه اوچت کړي دي.
دې هېل لیکي طالبانو د سولې تر هوکړې وروسته په پوځي برخه کې تغیرات راوستي دي او پر افغان ځواکونو یې خونړي بریدونه کړي دي چې دا هر څه سولې ته هیلې کمرنګه کوي او د جګړو ددوام سبب ګرځي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملټري ټایمز هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له خولې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ د روسانو ډېرې د پښو نښې نښانې شته دي.
مایک پميیو زیاته کړې، همدا اوس له طالبانو سره ټولې وسلې او جګړه ییز سیستم روسی دی او د دغه هېواد په وسلو او تجهیزاتو د افغان حکومت پر وړاندې جګړه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ټینګار کړي، چې له طالبانو سره د روسانو پر همکارۍ سترګې نه شي پټولی.
جمهورخبري آژانس:کابل