دې هېل نشریې په یوه مقاله کې ویلي، پاکستان لا هم د افغانستان په اړه خپله پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی راوستی او نه غواړي، چې په دغه هېواد کې یې نیابتي جګړه پای ته ورسېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په مقاله کې لیکل شوي، پاکستان د ځان ساتلو او د خپل هندي سیال د وېرولو لپاره له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې نیابتي جګړه روانه کړې او لا هم ادامه ورکوي.
د مطلب لیکوال زیاته کړې، د پاکستان استخباراتي اداره په مستقیمه توګه په افغانستان کې د روانې نیابتي جګړې تر شا ده او دا ټولې نړۍ ته لکه لمړ روښانه ده.
لیکوال ټینګار کړي، چې نړیوال باید په افغانستان کې تر سولې مخکې پاکستان د نیابتي جګړو او وسله والو ډلو له ملاتړ راوګرځوي.
په مطلب کې ویل شوي، په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پاللو له امله پخپله پاکستان هم زیانمن شوی او په ځلونو یې له خپل سیال هېواد هند وروسته پاتې شوی دی.
دې هیل لیکي په افغانستان کې هم د پاکستان دغه نیابتي جګړې د شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي عسکرو او ۱۲۴ زره افغانانو ژوند اخیستی دی او دا خونړۍ جګړه باید نوره پای ته ورسول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل