۰

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سړک جوړې ۲۲ پروې پلې کوي

سی شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۳
د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام له لارې د نږدې ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سړک جوړې ۲۲ پروې پلې کوي
د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام له لارې د نږدې ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کلیو پراختیا سرپرست وزیر مجب‌الرحمان کریمي نن سه شنبې د چنګاښ ۳۱ مه د دغه تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې د دغو ۲۲ پروژو په پلي کېدو سره به یو شمېر کلیوالي سیمو ته د تګ راتګ لارې جوړې شي.

همدارنګه نوموړي د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د نږدې دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ هغو پروژو په اړه چې د پلي کېدو په حال کې دي هم رسنیو ته معلومات ورکړل.

د کریمي په وینا په دغو پروژو کې یوه هم د پامیر بدخشان لار ده چې ۶۰ کیلومتره جوړه شوې او د ۴۸ کیلومتره نورو د جوړېدو تړون هم لاسلیک شوی.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې سړک په جوړېدو سره به د پامیر ولسوالۍ سړک د بدخشان له فیض‌اباد سره ونښلول شي.

د یادونې ده چې د دې لارو په جوړېدو سره به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او راز به تګ راتګ هم اسانه او له کلیو ښارونو ته د وړو سوداګرو لپاره هم اسانتیاوې برابرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي