۰
خرم:

امریکا په بشپړه توګه له افغانستان څخه نه وځي، دلته یې ملېشې روزلې

دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۳
د مخکني ولسشمر حامد کرزي د دفتر رییس او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني وزیر عبدالکریم خرم ویلي، امریکا په بشپړه توګه له افغانستان څخه نه وځي.
امریکا په بشپړه توګه له افغانستان څخه نه وځي، دلته یې ملېشې روزلې
د مخکني ولسشمر حامد کرزي د دفتر رییس او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني وزیر عبدالکریم خرم ویلي، امریکا په بشپړه توګه له افغانستان څخه نه وځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خرم دغه څرګندونې له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی که امریکا په مطلق ډول له افغانستان څخه ووځي، نو ډېره تکیه به یې پر محلي ملېشو وي.

نوموړي زیاته کړه،  امریکا په افغانستان کې ملېشې روزلې او تجهیز کړې، چې لږ تر لږه ۱۲۰۰۰ یې په خوست ولایت کې دي.

خرم د دغه ملېشو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي دا ملېشې په بېلا بېلو نومونو فعالې دي.

بل خوا خرم د سولې په اړه خبرو کې ویلي، چې لا هم یو شمېر هېوادونه د افغانستان د سولې په چارو کې لاسوهنه کوي.

ده اندېښنه ښودلې، چې که د سولې خبرې پیل نه شي، د افغانستان لپاره به یو بد حالت وي، نو ځکه یې په وینا غوره ده، چې بندیان خوشي شي او دا خنډ له منځه یووړل شي.

دی وايي، د بندیانو د خوشي کېدو په اړه د طالبانو شرطونه کومه نوې خبره نه ده، ځکه امریکا د سولې په توافق کې ورسره ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي