۰

کابل کې د وسله والو حرفوي غلو یوه ډله ونیول شوه

چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۸
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یوه چټک اوپراتیفي اقدام په ترڅ کې پینځه وسله وال حرفوي غله نیولي دي.
کابل کې د وسله والو حرفوي غلو یوه ډله ونیول شوه
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یوه چټک اوپراتیفي اقدام په ترڅ کې پینځه وسله وال حرفوي غله نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل امنیه قومانداني وايي، د وسله والو غلو یاده ډله له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وه.

سرچینه وايي، دغه غلو د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې یې د وسله والو غلاو په ګڼو قضیو کې لاس درلود، چې تېره ورځ د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې تر پېژندنې او لنډې وسله والې نښتې وروسته پداسې حال کې ونیول شوه چې دوه تنه ژوبل شوي وو.

له دې کسانو څخه یوه قبضه تفنګچه، دوه قبضې چاقوګاڼ او یو عراده موټر هم ترلاسه شوي دي.

د کابل امنیه قومانداني وايي، د امنیتي میثاق په تطبیق کې د خلکو همکاري د عامه امن او نظم د ټینګښت لامل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي