۰

سر له نن ټولو دولتي ملکي ادارو کارکوونکي د کار عادي حالت ته راګرځي

چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۱۷
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره وایي، سر له نن چهارشنبې د زمري ۱۵ مه به د دولتي ادارو د ملکي کارکوونکو د حاضرۍ وخت بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
سر له نن ټولو دولتي ملکي ادارو کارکوونکي د کار عادي حالت ته راګرځي
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره وایي، سر له نن چهارشنبې د زمري ۱۵ مه به د دولتي ادارو د ملکي کارکوونکو د حاضرۍ وخت بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې په خبره، د افغان کابینې د پرېکړې پر بنسټ سر له نن څخه باید د ټولو دولتي ادارو ملکي کارکوونکي له شبنې تر چهارشنبې د سهار له اتو د ماسپښین تر څلورو او د پنجشبنې په ورځ د سهار له اتو د ماسپښین تر یوې بجې په مرکز او ولایاتو کې خپلو دندو ته حاضر شي.

دغې ادارې پر کارکوونکي غږ کړی دی چې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره باید ټولې روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي