د بغلان د ولایتي شورا پخوانی غړی محبوب الله غفاري ادعا کړې، چې وسله والو طالبانو د ده ۱۲ کسان وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې غفاري ویلي یاد دولس کسان پرون چهارشنبې د زمري ۱۵ مه له بغلان ولایت څخه مزار شریف ته په لاره وو چې د وسله والو طالبانو له کمین سره مخامخ شوي دي.
نوموړی وايي طالبانو د ده پورې اړوند کسان د بغلان –سمنګان پر لویه لاره د چشمه شېر په سیمه کې وژلي دي.
هغه زیاتوي چې په دغه برید کې ده ته کوم زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تر اوسه د غفاري د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بغلان