۰

د ترکمنستان ولسمشر له افغانستان سره د نورو بشري مرستو فرمان لاسلیک کړی

پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
د ترکمنستان دولتي خبري آژانس راپور ورکړی، چې دغه هېواد غواړي له افغانستان سره نورې بشري مرستې هم وکړي.
د ترکمنستان ولسمشر له افغانستان سره د نورو بشري مرستو فرمان لاسلیک کړی
د ترکمنستان دولتي خبري آژانس راپور ورکړی، چې دغه هېواد غواړي له افغانستان سره نورې بشري مرستې هم وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راسنۍ وايي، د ترکمنستان ولسمشر قربانګلي بردي محمدوف افغانستان ته د نورو بشري مرستو لېږد فرمان لاسلیک کړی دی.

دوی وايي، محمدوف په یاد فرمان کې د دغه هېواد روغتیا وزارت ته لارښوونه کړې چې یوه کارګو بشري مرستې چمتو او بهرنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې د یادې مرستې لېږد او تحویل یقیني کړي.

راپور د محمدوف له قوله لیکلي چې ترکمنستان له افغانستان سره لا ډېرو بشري او نورو مرستو ته چمتو دی.

سرچینې، د یادې مرستې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو یاد هېواد وړاندې تر دې له افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي