۰

کابل، واشنګټن او تاشکند د سیمې په روانو حالاتو خبرې کړې

پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۹
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستان او امریکا سره یې په سیمه کې پر روان وضعیت او افغان سولې خبرې کړې دي.
کابل، واشنګټن او تاشکند د سیمې په روانو حالاتو خبرې کړې
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستان او امریکا سره یې په سیمه کې پر روان وضعیت او افغان سولې خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د یادو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په دغه درې اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې پر روان امنیتي او سیاسي وضعیت خبرې شوې دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې غونډه کې همدا راز و ویل شول، چې په سیمه کې د افغان سولې په اړه اجماع موجوده ده او ټول ګاونډیان په دې برخه کې همکاري کوي.

ازبکستان او امریکا همدا راز ویلي، دوی به د افغانستان په پرمختګ او اقتصادي وده کې همکاري کوي.

ازبکستان زیاته کړې، چې د تل په څېر د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغان سولې له روان بهیر ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي