۰
امرالله صالح:

هغوی چې سېلابونو یې کورنه وران کړي نور کورونه ورته جوړو

دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۵
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د وروستیو سېلابونو له امله وران او یا زیانمن شوي کورونه به له سره جوړ شي.
هغوی چې سېلابونو یې کورنه وران کړي نور کورونه ورته جوړو
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د وروستیو سېلابونو له امله وران او یا زیانمن شوي کورونه به له سره جوړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې نن په خپله فسبوک پاڼه کړې او ټول سېلاب ځپلو کورنیو ته یې د رسیدګۍ ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي صالح ویلي، چې سېلاب ځپلو ته به له لومړنیو او بېړنیو مرستو وروسته ټول هغه زېربیناوې او ودانۍ، چې قسمآ یا په مکمل ډول تخریب شوې له سره جوړې شي.

دی وایي، دغه څرګندونې او ډاډ یې له ولسمشر غني سره تر لیدنې او خبرو وروسته لیکلی دی.
 
نوموړي زیاته کړې، چې په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو سېلابونو تر ټولو زیات زیان پروان کې اړولی چې به وینا یط همدا اوس د دغه ولایت په کانال کار په شدت سره جریان لري.

د ولسمشر لومړي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ویلي، نوي افغانستان ته فکر وکړی او ذهنونه مو په تېر کې بند او نا امیده مه ساتی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې سېلابونو، په پروان، میدان وردګ، کاپيسا، لوګر، کابل، پکتیا، پکتیکا، خوست او پنجشر ولایتونو کې خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه واړول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي