۰

د امرالله صالح، سروردانش او کریم خلیلي د ترورو پلانونه شنډ شول

چهارشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۷
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر ده، د ولسمشر پر دوهم مرستیال سروردانش او د حزب وحدت ګوند د مشر محمد کریم خلیلي د ترور پلاونه شنډ شوي دي.
د امرالله صالح، سروردانش او کریم خلیلي د ترورو پلانونه شنډ شول
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر ده، د ولسمشر پر دوهم مرستیال سروردانش او د حزب وحدت ګوند د مشر محمد کریم خلیلي د ترور پلاونه شنډ شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن چهارشنبې د کب ۱۳ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، ملي امنیت ځواکونو د طالبانو د ډلې هغه دوه تنه غړي نیولي، چې غوښتل یې د ده د لارې په اوږدو کې ۱۶ ځایه پرلپسې ماینونه ځای پر ځای کړي.

نوموړي د ملي امنیت څخه مننه کړې، چې دغه ځایونه یې تثبیت او هغه کسان یې نیولي، چې غوښتل یې دی له منځه یوسي.
 
ښاغلي صالح ویلي، که څه هم پر ده د ۲۰۲۰ د سپټمبر شوي برید مسوولیت هم طالبانو وانخیست، خو کومه شبکه چې ملي امنیت نیولې، ښيي، چې دا همغه طالبان دي، چې د لشکرطیبه چې اوس جیش محمد نومېږي سره له نېږدې اړیکې لري او د هغوی به مرسته فعالیت کوي.

د ښاغلي صالح په وینا د دې شبکې مشر قاري سعید نومېږي، چې په کنړ ولایت کې دی، خو امنیتي ځواکونه یې تر اوسه په نیولو بریالي شوي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، نیول شویو دوه کسانو اعتراف کړی، چې د ولسمشر د دوهم مرستیال سروردانش او د حزب وحدت ګوند د مشر محمد کریم خلیلي د تګ راتګ لارې تثبیتولو مسوولیت یې هم درلود.

صالح وايي، ملي امنیت به هرومرو د دې موضوع جزیات له ښاغلي دانش او ښاغلي خلیلي سره شریک کړي.

دی زیاتوي، تر اوسه چې طالبانو د ټولنې هر فرد له منځه وړی، پر ځای یې بل کس تر هغې په ښه انګېزه د هغه تشه ډکه کړې ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار کړي، چې طالبان او بهرني ملاتړي به یې په دغه ډول کړنو هغه غږونه چې حق په پلوي او د باطل او جهل پر ضد پورته شوي خپ نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي