۰

یوسف نورستاني امریکا کې په ۳ کاله تعلیقي بند محکوم شو

پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۴
افغان سناتور او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر احمد یوسف نورستاني په امریکا کې په درې کاله تعلیقي حبس او شپږ میاشتې کور کې نظر بندۍ باندې محکوم شو.
یوسف نورستاني امریکا کې په ۳ کاله تعلیقي بند محکوم شو
افغان سناتور او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر احمد یوسف نورستاني په امریکا کې په درې کاله تعلیقي حبس او شپږ میاشتې کور کې نظر بندۍ باندې محکوم شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو سرمفتش جان سوپکو پرون چهارشنبې د وږي ۱۲ مه دغه خبر تایید کړ.

نوموړي ویلي پېژندل شوی افغان سیاستوال احمد یوسف نورستاني د دوشنبې په ورځ د امریکا یوې فدرال محکمې په درې کاله تعلیقي حبس او په خپل کور کې په شپږ میاشتې نظربند محکوم کړ.

د سیګار په اعلامیه کې ویل شوي، ښاغلي نورستاني د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۱۱مه اعتراف کړی دی چې یو لک ډالره امتیازات‌یې په امریکا کې له ۲۰۱۵ کاله تر ۲۰۱۸ پورې د اقامت پر مهال په پټه اخیستي دي.

جان سوپکو وایي، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې نورستاني د مشرانو جرګې غړی کړ او نورستاني چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مشرۍ په څېر سترې څوکۍ لرلې په ورته وخت کې یې په امریکا کې د اوسېدو سند اخیستی و او هلته‌یې مالي امتیازات ترلاسه کول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي