۰

د حکومت او طالبانو د خبرو په درشل کې خلیلزاد قطر ته تللی دی

یکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۳
په داسې حال کې، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې لا نه دي پیل شوې، خو د افغان سولې لپآره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی دی.
د حکومت او طالبانو د خبرو په درشل کې خلیلزاد قطر ته تللی دی
په داسې حال کې، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې لا نه دي پیل شوې، خو د افغان سولې لپآره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د حکومت او طالبانو تر منځ که خبرې پیلېږي نو له وړاندې ټاکل شوې، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې به وشي نو ځکه خلیلزاد هم هلته ځان رسولی دی.

د خلیلزاد دفتر تایید کړې، چې نوموړی د سپټمبر په څلورمه (جمعه د وږي ۱۳) له واشنګټن څخه دوحې ته روان شو او موخه یې دا ده، چې د سولې د خبرو ژر پیلېدو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې نه دي پیل شوې.

حکومت وايي، دوی بشپړ چمتوالی لري، خو طالبانو د ځینو ستونزو له امله ځڼډولې طالبان هم مني، چې ځینې تخنیکي ستونزې شته دي، چې ژر به حل او خبرې به پیل کړي.

خو اوس ویل کېږي، ښايي د افغان حکومت مرکچي پلاوی او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن یکشنبې د وږي ۱۶ مه قطر ته روان شي.

د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي وايي چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته د کښېناستو په پیل کې به یې لومړۍ غوښتنه دا وي چې دا ډله او حکومت دې اوربند وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي