۰
د طالبانو تازه ادعا:

۶۵ تنه زندانیان مو تر اوسه د افغان دولت له خوا نه دی خوشي شوي

پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۷
په داسې حال کې، چې افغان حکومت وايي، د طالبانو ټول بندیان یې خوشي کړي او دا پروسه بشپړه شوې ده، طالبانو تازه ادعا کړې، چې لا یې هم ۶۵ زندانیان د افغان دولت زندانونو کې دي.
۶۵ تنه زندانیان مو تر اوسه د افغان دولت له خوا نه دی خوشي شوي
په داسې حال کې، چې افغان حکومت وايي، د طالبانو ټول بندیان یې خوشي کړي او دا پروسه بشپړه شوې ده، طالبانو تازه ادعا کړې، چې لا یې هم ۶۵ زندانیان د افغان دولت زندانونو کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د زندانیانو د خلاصون پروسه نه ده بشپړه شوې او د هغه زندانیانو په لېست کې چې حکومت خوشي کړي او طالبانو ورکړی، زیات تفاوت دی.

مجاهد زیاته کړې«د زندانیانو په هغه لېست کې چې موږ ورکړی او هغه لېست کې، چې حکومت خوشي کړي زیات تفاوت دی، زموږ تخنیکي ټیم د څېړنو پر اساس ۶۵ زندانیان لا هم په زندانونو کې دي.»

مجاهد دا ادعا هم کړې، چې افغان حکومت ویلي، د دغه زندانیانو په خلاصون باندې کار روان دی او دا پروسه به ژر بشپړه شي.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې بیا وایي، تر اوسه پورې له ۱۰۰ زیات طالب زندانیان د افغان حکومت سره دي او نه خوشي کړي یې نه دي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، حکومت له ۷ تنو پرته د طالبانو ټول ۵۵۰۰ زندانیان خوشي کړي او دا پروسه په مکمل ډول بشپړه شوې ده.

افغان حکومت په تینګار سره د طالبانو تازه ادعا په کلکه رد کړې او دا یې د سولې د بین الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې خنډ جوړول او د طالبانو پلمه بللې ده.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح په دې اړه په خپل ټوېټر لیکلي، چې د طالب زندانیانو د خلاصون پروسه بشپړه شوې او دا ډله دې نور پلمې لټول پرېږدي.

صالح وایي، که طالبان بیا پلمې کوي نو دا به د امریکا پر مخ یوه درنده څپېړه ويو ځکه په وینا یې دغه هېواد ویلي وو چې د زندانیانو له خلاصون وروسته به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي