۰

بحرین هم د اسرائیلو سره د سولې هوکړه وکړه

شنبی ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۰
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې بحرین هم له اسرائیلو سره د سولې تاریخي هوکړه کړې ده.
بحرین هم د اسرائیلو سره د سولې هوکړه وکړه
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې بحرین هم له اسرائیلو سره د سولې تاریخي هوکړه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، دا له یوې میاشتې په کمه موده کې دوهم عربي هېواد دیو چې اسرائیلو سره د سولې تړون کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړو دیپلوماتیکو اړیکو د رامنځته کولو چاره ددغه هېواد د پاچا حمد بن عیسی بن سلمان آل خلیفه، د اسرائيل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ ټلیفوني خبرو کې وشوه.

ټرمپ د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ګام تاریخي او د سولې هوکړه وبلله چې هدف یې په منځني ختیځ کې د ترینګلتیا له منځه وړل دي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، منځنی ختیځ بدلیدونکی دی او د سولې هوکړې تر سره کېدل یوه تاریخي لاسته راوړنه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په سیمه کې ګډوډي وه خو اوس د خپلو شریکانو ترمنځ بیا باور رامنځته کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي