د افغانستان لپاره د ناروې هېواد ځانګړی استازی پيرالبرت الساس وایي، هېواد یې د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته چمتو دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الساس دغه څرګندونې د افغانستان د مصالحې د عالی شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې کړې دي.
د مصالحې شورا دفتر وايي، ښاغلي عبدالله د دوحې د ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړي استازي پیرالبرت الساس سره ولیدل.
سرچینه زیاتوي په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې په برخه کې پر وروستیو پرمختګونو بحثونه کړي دي.
د ناروې ځانګړي استازي د بین الافغاني خبرو پیل یو تاریخي فرصت بللی دی او هیله یې څرګنده کړې چې دغه مذاکرات د افغان جګړې د پای سبب شي.
نوموړي ویلي، ناروې د بین الافغاني مذاکراتو کوربه توب ته تیاره ده او که دواړه لوري وغواړي نو د دغه مذاکراتو یو پړاو به په ناروې کې ترسره شي.
په ورته وخت عبدالله عبدالله هم د نړیوالو په تېره د ناروې له همکاریو مننه کړې ده او په خبره یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګډه همکارۍ به افغانان ورځ تر بلې سولې ته نږدې کېږي او افغانستان کې د سولې په راتګ سره به په سیمه کې د امنیت او پراختیا نوی باب پرانیستل شي.
د یادونې ده، چې عبدالله د دغه ناستې په څنډه کې، د قطر او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره هم لیدلي او د سولې پر روانو مذاکراتو او یو لړ نورو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل