ولسمشر غني د ولسي جرګې له مشر میررحمان رحماني او د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلم یار سره جلا جلا کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه لیدنه پرون یکشنبې د وږي ۲۳ مه په ارګ کې شوې او پر بېلا بېلو موضوعاتو په کې خبرې شوې دي.
خبرپاڼه وايي، په دغه کتنه کې د حکومت او ملي شورا تر منځ د همغږۍ پر لا زیاتوالي، د سولې پروسه کې د ملي شورا پر رول او مقام د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملي شورا د هر اړخیز ملاتړ او له ملي شورا سره د سکتوري وزارتونو د همکاریو پر زیاتېدو بحث او خبرې وشوې.
سرچینه زیاتوي د مشرانو جرګې او ولسي جرګې رئیسانو له ملي شورا سره د حکومت د همغږۍ زیاتوالي لپاره د جمهوررئیس د هڅو مننه وکړه او وې ویل، ملي شورا د سولې پروسه کې د حکومت د دریځ بشپړ ملاتړ کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل