۰

په تېرو ۱۹ کلونو کې ۱۵۷ زره افغانان وژل شوي دي

دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۴
د امریکا د واسټن انستېتیوت څېړنیز مرکز وايي، په تېرو ۱۹ کلونو کې په افغانستان کې ۱۵۷۰۰۰ افغانان وژل شوي دي.
په تېرو ۱۹ کلونو کې ۱۵۷ زره افغانان وژل شوي دي
د امریکا د واسټن انستېتیوت څېړنیز مرکز وايي، په تېرو ۱۹ کلونو کې په افغانستان کې ۱۵۷۰۰۰ افغانان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه مرکز په تازه خپاره کړي راپور کې ویل شوي، چې دغه افغانان په جګړو، د سړک د غاړې ماینونو او چاودنو کې وژل شوي دي.

راپور وايي، په وژل شویو کسانو کې چې د ۲۰۰۱ له پیل نه د ۲۰۱۹ تر نومبر میاشت پورې وژل شوي، ۴۳ زره ملکي وګړي، ۴۶ زره افغان سرتېري او ۴۲ زره هم وسله وال طالبان شامل دي.

په راپور کې ټپیان شمېر نه دی ښودلی.

افغان حکومت او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا راپور پر داسې مهال خپرېږي، چې وړمه ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ رسمي خبرې پیل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي