۰

اروپايي ټولنې له افغان سېلاب ځپلو سره د مرستې اعلان وکړ

سی شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۰
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۱۵۴ زره یورو یا ۱۳.۷ میلیونه افغانیو مرستې اعلان وکړ.
اروپايي ټولنې له افغان سېلاب ځپلو سره د مرستې اعلان وکړ
 اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۱۵۴ زره یورو یا ۱۳.۷ میلیونه افغانیو مرستې اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې نن سه شنبې د وږي ۲۵ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، یاد ټولنه به دغه مرسته د سرې میاشتې له لارې له ۳۵ زره سېلاب ځپلو کسانو سره وکړي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس دا مرستې به په پروان، کاپيسا، میدان وردګ، پکتیکا او پنجشېر ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره وشي.

کابل کې د اورپايي ټولنې استازولي زیاتوي، چې په دې مرسته شویو پیسو به سېلاب ځپلو ته خوراکي توکي او یوه اندازه تجهیزات به د کرونا سره د مبارزې لپاره وپېرل شي.

د یادونې ده، چې درې اوونۍ وړاندې په پروان، کاپيسا، میدان وردګ، پکتیکا او پنجشر ولایتونو کې سخت سېلابونه را ووتل، چې خلکو ته یې د مالي زیان تر څنګ ځاني زیان هم واړاوه.

طبعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وایي، دغه سېلابونو له امله په هېواد کې کابو ۲۰۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی او تر ۲۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي