اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۱۵۴ زره یورو یا ۱۳.۷ میلیونه افغانیو مرستې اعلان وکړ.
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۱۵۴ زره یورو یا ۱۳.۷ میلیونه افغانیو مرستې اعلان وکړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې نن سه شنبې د وږي ۲۵ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، یاد ټولنه به دغه مرسته د سرې میاشتې له لارې له ۳۵ زره سېلاب ځپلو کسانو سره وکړي. د سرچینې د معلوماتو پر اساس دا مرستې به په پروان، کاپيسا، میدان وردګ، پکتیکا او پنجشېر ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره وشي. کابل کې د اورپايي ټولنې استازولي زیاتوي، چې په دې مرسته شویو پیسو به سېلاب ځپلو ته خوراکي توکي او یوه اندازه تجهیزات به د کرونا سره د مبارزې لپاره وپېرل شي. د یادونې ده، چې درې اوونۍ وړاندې په پروان، کاپيسا، میدان وردګ، پکتیکا او پنجشر ولایتونو کې سخت سېلابونه را ووتل، چې خلکو ته یې د مالي زیان تر څنګ ځاني زیان هم واړاوه. طبعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وایي، دغه سېلابونو له امله په هېواد کې کابو ۲۰۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی او تر ۲۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي. جمهورخبري آژانس:کابل