۰
د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم:

دواړه لوري باید په پوره زغم شته ستونزو ته حل لار پیدا کړي

چهارشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۷
له افغان حکومت سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم د بین الافغاني خبرو پیل د ۴۰ کلن ناورین د پای ته رسېدو لپاره ښه فرصت وباله وايي، په پوره زغم باید خبرې مخ ته یووړل شي او ستونزو ته حل پيدا شي.
دواړه لوري باید په پوره زغم شته ستونزو ته حل لار پیدا کړي
له افغان حکومت سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم د بین الافغاني خبرو پیل د ۴۰ کلن ناورین د پای ته رسېدو لپاره ښه فرصت وباله وايي، په پوره زغم باید خبرې مخ ته یووړل شي او ستونزو ته حل پيدا شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالحکیم چې پرون سه شنبې د وږي ۲۵ مه مازیګر څلور نیمې بجې دوحه کې د حکومت او طالبانو د پلاویو لومړۍ مخامخ ناستې ته وینا کوله ویلي، دا یو ښه فرصت دی چې د هېواد د۴۰ کلن روان وضعیت د حل په اړه په یوه ښه فضا کې خبرې کوو.

د نوموړي په وینا اسلامي هویت هغه څه دي، چې ټول افغانان په یوه محور راټولولی شي، نو همدې ته په کتو طالبان د تفاهم اصل ته په احترام ژمن دي، چې شته ستونزې له نورو افغاني اړخونو سره د ګډ تفاهم له لارې حل او پای ټکی ورته کېږدي.

دی وايي، په مذاکراتو کې هره خبره باید د مسلمانانو په توګه د خپل هېواد د ستونزو د حل لپاره وي نه د نورو د خوشحالو او په خبره یې امارت ژمن دی، چې د اسلامي مقدساتو او ارشاداتو په رڼا کې دغه پروسه مخ ته بوزي.

مولوي عبدالحکیم پر دواړو خواو غږ کړی چې د مذاکراتو په جریان کې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي او د خبرو د پرمختګ لپاره شخصي او ګونډي ګټې یوې خوا ته پرېږدي.

هغه ټينګار کړی، چې په دې مذاکراتو کې د دوی ګډون د دې لپاره دی، چې په ګډه په افغانستان کې د یوه واقعي اسلامي او افغان شموله نظام لپاره پرېکړه وشي.
 
د طالبانو د مرکچي پلاوی مشر وايي، د دوی جګړه د واک تر لاسه کولو لپاره نه بلکې د بهرني اشغال د پای، خپلواکۍ او اسلامي نظام د ټنګښت لپاره ده.

دی وايي، لکه څنګه چې نورو ته اجازه نه ورکړي، چې له خپلې یا پردۍ خاورې د افغانستان خاوره او د خلکو خپلواکي، ثبات او امنیت وګواښي، دغه راز هېچا ته اجازه نه ورکړي، چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی له امریکا سره شوي تړون ته ژمن دي او امریکا هم باید دغه تړون ته ژمنه پاتې شي او خپل مسوولیتونه تر سره کړي.

مولوی عبدالحکیم د خپلې وینا په پای کې ویلي،  افغانان بايد خپلې ستونزې په خپله حل کړي، هېڅ بهرنی لوری بايد د افغانانو په چارو کې مداخله ونه کړي.

د یادونې ده، چې د افغان حکومت او طالبانو پلاویو لومړنۍ ناسته پرون سه شنبې دوحه کې وشوه، چې په کې دواړو لورو د کړنلارې په دېری مواردو توافق کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي